پوتاشیم

پوتاشیم د K (د نوي لاټین له کالیوم څخه اخیستول شوی) سمبول او ۱۹ اټومي نمبر درلودونکی کیمیاوي عنصر دی. پوټاشیم سپینو زرو ته ورته سپین رنګه فلز دی چې په کافي اندازه نرم دی او له چاقو سره د کم ځواک په کارولو پرې کېدلی شي. د پوټاشیم فلز د فضا له آکسیجن سره په چټکۍ غبرګون ښیي او یوازې په څو ثانیو کې چې د آکسیجن سره په تماس کې پاته شي د سپین پوستکي والا پوټاشیم پراوکسایډ جوړوي. په لومړي ځل له پوټاش څخه، چې د بوټو ایرې دي، لاس ته راغی چې نوم یې هم له هماغه څخه اخېستل شوی. د مندلیف په جدول کې، پوټاشیم یو له القلي فلزونو څخه دی چې هغه ټول په خپل بهرني الکټروني پوښ کې د یو واحد الکټرون ظرفیت لري، چې په اسانۍ سره لرې کېږي او له مثبت بار سره یو آیون ترې جوړېږي – یو کاتیون چې له انیون سره یوځای کېږي ترڅو مالګه جوړه شي. پوتاشیم په طبیعت کې یوازې په آیوني مالګو کې شتون لري. عنصري پوتاشیم په شدت له اوبو سره غبرګون ښیي او په غبرګون کې د رامنځته شوي هایډروجن سوځولو لپاره کافي اندازه تودوخه جوړوي او له بنفشي لمبې سره سوځي. دا ماده د محلول په توګه د سمندر په اوبو کې (چې ۰.۴ سلنه وزني پوتاشیم لري) پیدا کېږي او په ډېری نورو معدني موادو لکه ارټوکلاز، د ګرانیټ په عام ترکیب کې او نورو آذرينو ډبرو کې شتون لري.[۱][۲][۳][۴]

پوتاشیم له کیمیاوي اړخه د مندلیف په جدول کې د لومړۍ ډلې پخواني عنصر، سوډیم ته ډېر ورته دی. هغوی یوشان لومړنۍ ایونایزېشن انرژي لري چې هر اتوم ته اجازه ورکوي یوازې خپل بهرنی الکټرون خوشې کړي. په ۱۷۰۲م کال کې ښکاره شوه چې هغوی بېل بېل عنصرونه دي چې له یوشان ایونونو سره ترکیب کېږي او یوشان مالګې جوړوي او دا په ۱۸۰۷م کال کې د الکټرولایزس په کارولو سره ثابته شوه. طبیعي پوتاشیم له درې ایزوټوپونو څخه جوړ شوی دی چې 40K د هغو یو راډیواکټیف دی. د 40K نښې په ټول پوتاشیم کې موندل کېږي او د انسان په بدن کې ترټولو ډېر عام راډیویي ایزوټوپ دی.[۵]

د پوتاشیم ایونونه د ټولو ژوندیو حجرو فعالیتونو لپاره حیاتي دي. د عصب نورمال انتقال لپاره د عصبي حجرو له غشا څخه د پوتاشیم ایون تېرېدنه اړینه ده؛ د پوتاشیم کمېدل او زیاتوالی کولی شي ګڼ شمېر نښې نښانې راڅرګندې کړي، له هغې جملې څخه د زړه غیرمعمولي ریتم او د الکټروکارډیوګرافي بېلابېلې ګډوډۍ یادولی شو. مېوې او تازه ترکاري د پوتاشیم ښې سرچینې دي. کله چې د پوتاشیم جریان بدن ته زیات شي، چې د وینې د پوتاشیم د کچې زیاتوالي لامل کېږي، بدن له بهر څخه د حجرو داخل ته د پوتاشیم بدلولو او د پښتورګو له لارې د پوتاشیم د بهر کولو له لارې ورته ځواب ورکوي.

د پوتاشیم ډېری صنعتي کارونه په اوبو کې د پوتاشیم د ترکیباتو لوړ انحلالیت له امله کېږي لکه د پوتاشیمي صابونونو جوړول. د درندو محصولاتو تولید په چټکۍ سره خاوره له پوتاشیم څخه خالي کوي او دا کار کولی شو د هغو کرنیزو کوډونو په واسطه چې پوتاشیم لري حل کړو، کوم چې د نړیوال کیمیاوي پوتاشیم د تولید ۹۵ سلنه جوړوي.[۶]

ریښه پېژنونهسمول

د پوتاشیم عنصر انګلیسي نوم د پوتاش له ویي څخه اخیستل شوی، چې د پوتاشیم بېلابېلو مالګو راوېستلو لپاره لومړني میټوډونه ته اشاره کوي: په ګلدان کې د سوځېدلو لرګیو ایرې یا د ونو د پاڼو ایښودل، اوبه ورکول، تاوده کول او محلول ته بخار ورکول دي. کله چې هامفري ډېوي په ۱۸۰۷م کال کې د لومړي ځل لپاره د الکټرولیز په کارونې سره خالص عنصر جلا کړ، په هغه یې د پوتاشیم نوم کېښود چې د پوتاش له ویي څخه اخیستل شوی وو.[۷]

د K سمبول له قلي څخه، چې په خپله د القلي ویي له ریښې څخه دی، اخیستل شوی دی، چې په خپل وار سره له عربي څخه راغلی: القَلْیَه القلیه «د بوټو ایرې». په ۱۷۹۷م کال کې، آلماني کیمیاپوه مارټین کلاپروټ، د لوسیت او لپیدولیت په معدني موادو کې «پوټاش» کشف کړل او پام یې شو چې «پوتاش» د بوټي د ودې محصول ندي، بلکې په اصل کې د یو نوي عنصر درلودونکي دي او سپارښتنه یې وکړه چې هغه ته د قلي نوم ورکړي. په ۱۸۰۷م کال کې، هامفري ډېوي دا عنصر د الکټرولایزس له لارې تولید کړ، په ۱۸۰۹م کال کې، لوډویګ ویلهام ګیلبرټ د ډېوي «پوتاشیم» لپاره د کالیوم نوم سپارښتنه وکړه. په ۱۸۱۴م کال کې، سویډني کیمیاپوه برزیلیوس پوتاشیم لپاره د K کیمیاوي سمبول سره د کالیوم له نوم څخه ملاتړ وکړ.[۸][۹][۱۰]

انګلیسي او فرانسوي ژبو هېوادونو د ډېوي او ګې-لوساک/ټنارډ لخوا ورکړل شوی د پوټاشیم نوم وټاکه، په داسې حال کې چې آلماني هېوادونو د ګیلبرټ/کلاپروټ لخوا ورکړل شوی د کالیوم نوم وټاکه. د خالصې او تطبیق شوې کیمیا نړیوالې ټولنې «زرین کتاب» د دې عنصر لپاره د K رسمي کیمیاوي سمبول ډیزاین کړ.[۱۱][۱۲]

ځانګړنېسمول

فزیکيسمول

پوتاشیم له لیټیم وروسته دوهم ترټولو لږ متراکم فلز دی. دا د ذوب له ټیټ ټکي سره یو نرم جامد دی او په اسانۍ سره د چاقو په واسطه پرې کېدای شي. پوتاشیم چې نوی پرې شوی وي ظاهري بڼه یې د سپینو زرو په شان ده، خو همدا چې له هوا سره مخامخ شي بیا د یې رنګ ورو ورو په خړ کېدو پیل کوي. د لمبې په آزمېښت کې، پوتاشیم او د هغه ترکیبات یو بنفشي رنګ له ۷۶۶.۵ نانومترو اوږدو څپو سره خپروي.[۱۳][۱۴]

د پوتاشیم بې طرفه (خنثی) اټومونه ۱۹ الکټرونه لري چې د آرګون عالي ګاز له جوړښت څخه یو الکټرون ډېر دی. د پوتاشیم اټوم د خپلې ټیټې آیونایزېشن انرژۍ یانې ۴۱۸.۸ کیلوژوله پر مول له امله، د دې احتمال ډېر زیات دی چې د پوتاشیم اټوم خپل وروستنی الکټرون له لاسه ورکړي او مثبت چارج لاس ته راوړي، که څه هم د منفي چارج شوي K القلي ایونونه هم غیر ممکن ندي. په مقابل کې، د آیونایزېشن دوهمه انرژي ډېره زیاته ده (۳۰۵۲ کیلوژول/مول).[۱۵]

کیمیاويسمول

پوتاشیم له آکسیجن، اوبو او په هوا کې د کاربن ډای اوکسایډ له اجزاوو سره غبرګون ښکاروي. له آکسیجن سره دا پوتاشیم پراوکسایډ جوړوي. پوتاشیم له اوبو سره پوتاشیم هایډروکسایډ جوړوي. له اوبو سره د پوتاشیم غبرګون کولی شي په شدت سره د تودوخې تولیدوونکی (اګزوټرمیک) وي، په ځانګړې توګه له هغه ځایه چې د دوی لخوا په ګډه تولید شوی د هایډروجن ګاز کولی شي چې اور واخلي. له همدې کبله، پوتاشیم او مایع سوډیم-پوتاشیم (NaK) مرکب پیاوړي وچوونکي دي، که څه هم نور په دې توګه نه کارول کېږي.[۱۶]

مرکباتسمول

د پوټاشیم څلور اوکسیډونه په ښه توګه مطالعه شوي دي: پوټاشیم اوکسایډ (K2O)، پوتاشیم پراوکسایډ (K2O2)، پوتاشیم سوپراوکسایډ (KO2)، او پوتاشیم اوزونایډ (KO3). د پوتاشیم-آکسیژن دوه ګوني مرکبات له اوبو سره غبرګون ښیي او پوټاشیم هایډروکسایډ KOH جوړوي.[۱۷]

پوټاشیم هایډروکسایډ یو پیاوړی القلي دی. د هغه د اوبو خوښولو (هایډروفیلیک) ځانګړنې په پام کې نیولو سره، ۱.۲۱ کیلوګرام KOH یوازې په یوه لیټر اوبو کې حل کېدلی شي. بې اوبو KOH په ندرت سره لیدل کېږي. د پوتاشیم کاربونېټ تولید لپاره KOH له کاربن ډای اوکسایډ CO2 سره په آسانۍ غبرګون ښکاروي او په اصل کې کولی شي له هوا څخه د ګازو اغېزې پاکولو لپاره وکارول شي. د نږدې اړوند سوډیم هایډروکسایډ په شان، پوتاشیم هایډروکسایډ له غوړو سره غبرګون ښیي ترڅو صابونونه تولید کړي.[۱۸][۱۹]

په ټولیز ډول، د پوټاشیم مرکبات ایوني دي او د K ایون لوړ هایډرېشن انرژۍ په دلیل، په اوبو کې غوره انحلالیت لري. په اوبیز محلول کې اصلي بڼې اوبیز کمپلکسونه دي [K(H2O)n]+ چېرته چې n مساوي دی ۶ یا ۷ ته.[۲۰]

پوتاشیم هپاتوفلوروتانتالات K2[TaF7] د تانتالوم د تصفیې لپاره یوه واسطه ده چې که چېرته تصفیه نشي د ککړونکي نیوبیم په توګه پاته کېږي.[۲۱]

د اورګانوپوتاشیم مرکبات د پوتاشیم غیرآیوني مرکبات ښکاروي. هغوی د K-C ډېرو قطبي اړیکو لرونکي دي. د بېلګې په توګه کولی شو بنزایل پوتاشیم KCH2C6H5 ته اشاره وکړو. پوتاشیم ګرافیټ ته بدلېږي ترڅو د KC8 په څېر د ګرافیټ تعامل مرکباتو بڼې جوړې کړي.

سرچينېسمول

  1. Augustyn, Adam "Potassium/ Chemical element". Encyclopedia Britannica.  “Potassium Physical properties” 
  2. Webb, D. A. (April 1939). "The Sodium and Potassium Content of Sea Water" (PDF). The Journal of Experimental Biology (2): 183. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Anthoni, J. (2006). "Detailed composition of seawater at 3.5% salinity". seafriends.org.nz. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Halperin, Mitchell L.; Kamel, Kamel S. (1998-07-11). "Potassium". The Lancet (په انګلیسي ژبه کي). 352 (9122): 135–140. doi:10.1016/S0140-6736(98)85044-7. ISSN 0140-6736. PMID 9672294. S2CID 208790031. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Marggraf, Andreas Siegmund (1761). Chymische Schriften. د کتاب پاڼې 167. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Greenwood, p. 73
  7. Davy, Humphry (1808). "On some new phenomena of chemical changes produced by electricity, in particular the decomposition of the fixed alkalies, and the exhibition of the new substances that constitute their bases; and on the general nature of alkaline bodies". Philosophical Transactions of the Royal Society. 98: 32. doi:10.1098/rstl.1808.0001. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Klaproth, M. (1797) "Nouvelles données relatives à l'histoire naturelle de l'alcali végétal" (New data regarding the natural history of the vegetable alkali), Mémoires de l'Académie royale des sciences et belles-lettres (Berlin), pp. 9–13 ; see p. 13. From p. 13: "Cet alcali ne pouvant donc plus être envisagé comme un produit de la végétation dans les plantes, occupe une place propre dans la série des substances primitivement simples du règne minéral, &I il devient nécessaire de lui assigner un nom, qui convienne mieux à sa nature.La dénomination de Potasche (potasse) que la nouvelle nomenclature françoise a consacrée comme nom de tout le genre, ne sauroit faire fortune auprès des chimistes allemands, qui sentent à quel point la dérivation étymologique en est vicieuse. Elle est prise en effet de ce qu'anciennement on se servoit pour la calcination des lessives concentrées des cendres, de pots de fer (pott en dialecte de la Basse-Saxe) auxquels on a substitué depuis des fours à calciner.Je propose donc ici, de substituer aux mots usités jusqu'ici d'alcali des plantes, alcali végétal, potasse, &c. celui de kali, & de revenir à l'ancienne dénomination de natron, au lieu de dire alcali minéral, soude &c."(This alkali [i.e., potash] — [which] therefore can no longer be viewed as a product of growth in plants — occupies a proper place in the originally simple series of the mineral realm, and it becomes necessary to assign it a name that is better suited to its nature.The name of "potash" (potasse), which the new French nomenclature has bestowed as the name of the entire species [i.e., substance], would not find acceptance among German chemists, who feel to some extent [that] the etymological derivation of it is faulty. Indeed, it is taken from [the vessels] that one formerly used for the roasting of washing powder concentrated from cinders: iron pots (pott in the dialect of Lower Saxony), for which roasting ovens have been substituted since then.Thus I now propose to substitute for the until now common words of "plant alkali", "vegetable alkali", "potash", etc., that of kali ; and to return to the old name of natron instead of saying "mineral alkali", "soda", etc.)
  9. Davy, Humphry (1809). "Ueber einige neue Erscheinungen chemischer Veränderungen, welche durch die Electricität bewirkt werden; insbesondere über die Zersetzung der feuerbeständigen Alkalien, die Darstellung der neuen Körper, welche ihre Basen ausmachen, und die Natur der Alkalien überhaupt" [On some new phenomena of chemical changes that are achieved by electricity; particularly the decomposition of flame-resistant alkalis [i.e., alkalies that cannot be reduced to their base metals by flames], the preparation of new substances that constitute their [metallic] bases, and the nature of alkalies generally]. Annalen der Physik. 31 (2): 113–175. Bibcode:1809AnP....31..113D. doi:10.1002/andp.18090310202. p. 157: In unserer deutschen Nomenclatur würde ich die Namen Kalium und Natronium vorschlagen, wenn man nicht lieber bei den von Herrn Erman gebrauchten und von mehreren angenommenen Benennungen Kali-Metalloid and Natron-Metalloid, bis zur völligen Aufklärung der chemischen Natur dieser räthzelhaften Körper bleiben will. Oder vielleicht findet man es noch zweckmässiger fürs Erste zwei Klassen zu machen, Metalle und Metalloide, und in die letztere Kalium und Natronium zu setzen. — Gilbert. (In our German nomenclature, I would suggest the names Kalium and Natronium, if one would not rather continue with the appellations Kali-metalloid and Natron-metalloid which are used by Mr. Erman [i.e., German physics professor Paul Erman (1764–1851)] and accepted by several [people], until the complete clarification of the chemical nature of these puzzling substances. Or perhaps one finds it yet more advisable for the present to create two classes, metals and metalloids, and to place Kalium and Natronium in the latter — Gilbert.) الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Berzelius, J. Jacob (1814) Försök, att, genom användandet af den electrokemiska theorien och de kemiska proportionerna, grundlägga ett rent vettenskapligt system för mineralogien [Attempt, by the use of electrochemical theory and chemical proportions, to found a pure scientific system for mineralogy]. Stockholm, Sweden: A. Gadelius., p. 87.
  11. 19. Kalium (Potassium) – Elementymology & Elements Multidict. vanderkrogt.net
  12. McNaught, A. D. and Wilkinson,A. eds. (1997). Compendium of Chemical Terminology, 2nd ed. (the "Gold Book"). IUPAC. Blackwell Scientific Publications, Oxford.
  13. Greenwood, p. 76
  14. Greenwood, p. 75
  15. Dye, J. L. (1979). "Compounds of Alkali Metal Anions". Angewandte Chemie International Edition. 18 (8): 587–598. doi:10.1002/anie.197905871. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Williams, D. Bradley G.; Lawton, Michelle (2010). "Drying of Organic Solvents: Quantitative Evaluation of the Efficiency of Several Desiccants". The Journal of Organic Chemistry. 75 (24): 8351–8354. doi:10.1021/jo101589h. PMID 20945830. S2CID 17801540. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Lide, David R. (1998). Handbook of Chemistry and Physics (الطبعة 87th). Boca Raton, Florida, United States: CRC Press. د کتاب پاڼي 477, 520. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8493-0594-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. کينډۍ:RubberBible86th
  19. Schultz, p. 94
  20. Lincoln, S. F.; Richens, D. T. and Sykes, A. G. "Metal Aqua Ions" in J. A. McCleverty and T. J. Meyer (eds.) Comprehensive Coordination Chemistry II, Vol. 1, pp. 515–555, کينډۍ:ISBN.
  21. Anthony Agulyanski (2004). "Fluorine chemistry in the processing of tantalum and niobium". In Anatoly Agulyanski (المحرر). Chemistry of Tantalum and Niobium Fluoride Compounds (الطبعة 1st). Burlington: Elsevier. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780080529028. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
🔥 Top keywords: لومړی مخروزالينډ فرانکلينساينوباکتريا (د باکتريا يو ډول دی چې شين اسماني رنګ لري)Module:Argumentsجودی لین اوکیفډيانا د ويلز شهزادګۍځانگړی:پلټنهاندونيزياکاتولیکه کلیساویلیام جکسون هوکرمحمد (ص) په اسلام کېجولیوس قیصرلارښود:منځپانګهفزیکچارلېس، د ويلز شهزادهاډون هبلالکساندر هميلټنمصرلرغونې ژوند پوهنهپیروناپليون بوناپارتسټاکهولملیونل مېسيځانگړی:اوسني بدلونونهدوهم اسماعیلويکيپېډيا:له موږ سره اړيکهټرانزېسټوربین النهرینتانبه:مېنځپانگه/تانبېبلاغتد کورینتیانو جګړهافغانستانپاپ یوولسم پیوسرنه دیکارتد مرګ سزا (اعدام)لیبیاحجادراکي علوم4 جونويکيپېډيا:جرګهدراني کورنۍد افغانستان ولايتونهمېډياويکيويکيپېډيا:تازه پېښېکمبودياعمر بن خطابشمس الدین کاکړاستانبول مېټرود رومانیا انقلاباسلامد ویکیپېډیا لړليکچونگښهدیارلسم پاپ لیوهارسټ کوهلرروديشياډي آکسي رايبونيوکليک اسيدپښتوويکيپېډيا:د پوهنغونډ په اړهلسم شارلويکيپېډيا:دوتنه پورته کولروژهمحرمیتفوټونعبدالرحمان باباد شدید تنفسي سنډروم کرونا وېروس۲ويکيپېډيادوتنه:LAGUNA ARCOIRIS P.N. CONGUILLIO.jpgطبيعي فلسفهسولپوهنهاللهآی اېس او ۳۱۶۶-۱ننګرهار ولایترابعه بلخيسل سوالونهد ۱۹۶۵ کال د رایې حقونو قانوند بدر غزاځانگړی:زما خبرې اترېويکيپېډيا:ښه ليکنه ټاکلبوګوتالارښود:محتویاتپییر سیمون لاپلاسلارښود:وېشنيزهاسټرالیاويکيمېډيا بنسټد ښځې تناسلي آلهمحمدويکيپېډيا:General disclaimerبرازیلکوالالامپوراشرافیت / اشرافي خلکويکيپېډيا:کړنلارې او لارښوونېخوشال خان خټکسردار محمد يوسف خانويکي مانياچک جمهوریتويکيپېډيا:په اړهټولنيزې رسنۍنیټفلیکسزکات