د روژې د مياشتې فتوحات
هغه (غزاګانې) جنګونه چې مسلمانانو د روژې په میاشت کې کړي دي👇
بدر غزا :
17روژه (دوهمه هجري)
د نبي علیه السلام په مشرۍ کې د اسلام لومړی جنګ وو چې 313 نفرو صحابه کرامو مشرکینو ته ماتې ورکړه په دغه جنګ کې د مجاهدینو مرستې ته ملایکې هم را نزول شوي.
د مکې فتحه :روژه (8 هجري)د نبي علیه السلام په مشرۍ کې صحابه کرامو له قلیل جنګ وروسته کفارو ته ماتې ورکړه نیول شویو کسانو لپاره نبي علیه السلام د عام معافۍ اعلان وکړو.
البويب جګړه:
روژه (13 هجري)
د حضرت مثنٰی بن حارثه په مشرۍ کې د فارس مجوسیانو ماتې وخوړه.
قادسي جګړه :روژه (15 هجري)د حضرتِ سعد بن ابي وقاصؓ په قومنده کې له خونړي جنګ وروسته مجوسیانو ماتې وخوړه.
جنګِ رهوډس :روژه(53 هجري)د جناده بن ابې امیه په مشرۍ کې مجاهدینو له رومیانو څخه د (بحرِ متوسط) جزیره فتحه کړه.
معرکه ملاذکرد :روژه (463هجري)د الب ارسلان سلجوقي په مشرۍ کې اوسنۍ ترکیه کې مسلمانانو بازنطیني عیسایانو ته ماتې ورکړه.
د اندلس فتحه :
روژه (12هجري)
د طارق ابنِ زیاد په مشرۍ کې له عیسایانو سره له خونړي جنګ وروسته هسپانیه اوسنۍ (اسپین)فتحه شو.
د عموريه فتحه :
روژه (223هجري)
د یوې مظلومې مسلمانې خور په فریاد عباسي خلیفه معتصم باالله له تعرض وروسته عموریه فتحه کړه.
جنګِ شقحب :روژه (702هجري) د ناصر محمد قلاوون په مشرۍ کې د شیخ الاسلام ابنِ تیمیه په ګډون شام ته نیږدې شقحب سیمه کې مسلمانانو تاتاري لښکر ته تاریخي ماتې ورکړه.
سرقوسه فتحه : روژه (264هجري)د جعفر بن محمد په مشرۍ کې د نهه میاشتو اوږدې محاصرې وروسته مسلمانان په (جزیرة السقلیه)باندې قابض شول.
فتحِ هند او پاکستان :روژه (94هجري)د محمد بن قاسم الثقفي لخوا د اوسنی هِند او سِیند سیمې فتحه شوې ۔
جنګِ بلاط الشُهداء : روژه (114هجري)د عبدالرحمٰن الغافقي په مشرۍ کې فرانس فتحه کولو لپاره له عیسایانو سره د خونړۍ جګړې وروسته اسلامي لښکر ماتې وخوړه.
جنګِ حارم : روژه (559هجري)د سلطان نورالدین زنګي په مشرۍ کې اسلامي لښکر په اوسني (ادلب) سیمه باندې قابض شو.
جنګِ زلاقه :
روژه (479هجري)
د یوسف بن تاشفین په مشرۍ کې اسلامي لښکر د یورپ کفري اتحاد ته ماتې وکړه.
د قبرس فتحه: روژه (829هجري)مملوکي سلطان اشرف برسبایي په مشرۍ کې د قبرص جزیره دوهم ځل فتحه شوه له دې مخکې حضرت امیرِ معاویه فتحه کړې وه.
بوسنيا فتحه : روژه (791هجري)دعثماني خلافت مشر سلطان مراد الاول په مشرۍ کې مسلمانان په سربیا، بلغاریه، پولینډ، او المانیا هیوادونو باندې قابض شول.
عين جالوت جګړه:روژه (658هجري)د سیف الدین قطز په مشرۍ کې د منګول تاتاریانو ظالم لښکر لومړی ځل ماتې وخوړه.
حطين جګړه :
روژه (584هجري)
د سلطان صلاح الدین ایوبي په مشرۍ کې د حطین له فتحې وروسته اسلامي لښکر د بیت المقدس طرف ته پرمختګ وکړو او بیت المقدس هم فتحه شو .